کابل / د سلواغې ٣٠ مه / باختر
د جګړو له امله له بې ځايه شويو کسانو سره د مرستو پر دوام نن پر ٢٢٧ کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې.
د کډوالو او راستنيدونکو چارو رييس غلام سخي رسولي باختر اژانس ته وويل چې دغه اداره د “اکتيد” موسسې په همکارۍ پر هرې کورنۍ ۹ زره افغانۍ نغدې پيسې ووېشلې.
دغه کورنۍ په خپلو سيمو کې د وروستيو ناامنيو له امله بې ځايه شوې او په کندز ښار کې ځاى پرځاى شوې دي.
ختم _ج_ اکرم