امنیت

په کندز کې جنايي جرمونه کم شوي دي

کابل/ د ليندۍ٢٩مه / باختر:
د کندز ولايت مسوولين په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د زيات کمښت يادونه کوي.
دغه ټکى د کندز ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مطيع الله روحاني د باختر اطلاعاتي آژانس له خبريال سره په مرکه کې څرګند کړ.
هغه وويل: په افغانستان کې د اسلامي امارت د مجاهدينو په برياليتوب سره په کندز کې جنايي جرمونه زيات کمښت موندلى دى.
روحاني زياته کړه چې د اسلامي امارت مجاهدين د کندز په مرکز او په ټول ولسواليو امنيتي حوزو کې ځاى پرځاى دي او شپه او ورځ د کندز د خلکو د سر او مال د ساتنې په خاطر هلې ځلې کوي.
دغه راز روحاني د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت مجاهدين شپه او ورځ دخلکو په خدمت کې دي او د کندز ولايت د امنيت د تامينولو په لاره کې به زياتې هلې ځلې وکړي.
د کندز د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس له خلکو غواړي چې د مجرمينو او د هغو کسانو د پېژندنې لپاره چې په کندز کې په جنايي جرمونولاس پورې کوي د اسلامي امارت له مجاهدينو سره همکاري وکړي چې مجرمين د قانونو منګولو ته وسپارل شي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته