خبرونهټولنه

په کندز کې د الکترونيکي تذکرو د وېشلو دويم مرکز فعال شو

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په کندز کې د الکترونيکي تذکرو د وېشلو لپاره دويم مرکز جوړ شوى و په کار يې پيل وکړ.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ د دغه مرکز په پرانيستلو کې د کندز والي عبدالستارميرزکوال د کندز له اوسېدونکو وغوښتل چې په هېواد کې د جرمونو د کمولي په مقصد او د دقيق شمېر د تعين او دهېواد د نفوس په شمېرنه کې بايد الکترونيکي تذکرې واخلي
د کندز والي د برېښنايي تذکرو وېشل د حکومتوالۍ په جوړولوکې ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل چې د بريښنايي تذکرو په وېشلو د عادلانه بودجې په وېشلو او دښې حکومت ولۍ په وړاندې کولو کې مرسته کوي.
ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته