– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
په کندز کې دوه ماشومان د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې دغه ماشومان د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قوتربلاق کلي کې د وسله والوطالبانو د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.
پای/ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ