فرهنګ

په کندز کې د مشاعرې غونډه جوړه شوه

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت پرون په کندز کې د مشاعرې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبرله مخې؛ د مشاعرې دغه غونډه د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ درياست د افغان ښځو شبکې په همکارۍ د مارچ د اتمې (د ښځو د نړيوالې ورځې) په مناسبت په کندز ښار کې جوړه کړه.
په دې غونډه کې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالشکور قدردان د ښځې د مقام په اړوند خبرې وکړې.
په غونډه کې غلا حيدر حيدر، فرزانه، سيد محمد نعيم عسکر، ذکيه عرب زاده، مسعود پاييز او څو تنو نورو شاعرانو د ښحو د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل شعرونه ولوستل.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته