خبرونهاقتصاد

په کندز کې زرګونو هکتاره کرنیزې ځمکې ته اوبه برابرې شوې

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
په کندز کې د شهروان سربند پرانیستلو سره په دغه ولایت کې د ۵۲ زره هکتاره کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبوچارو د تنظیم ملي ادارې د آسیا پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ، د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د شهروان سربند بیا ورغاوه.
د دغه سربند د بیارغونې کار په بشپړېدو سره د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د۵۲ هکتاره کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې او زرګونه کورنۍ هم ترې ګټه اخلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته