ټولنه

په کندز کې سلګونو کورنيو نغدې پيسې ترلاسه کړې

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په کندز کې پر ۴۰۰ اړو کورنيو د نغدو پيسو د وېش بهیر پيل شو .
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو سازمان کميسارۍ د کندز په مرکز او ولسواليو کې پر هرې کورنۍ ۱۵ زره ۵۰۰ افغانۍ نغدې پيسې ووېشلې.
د يو بل خبر له مخې:
د کندز په شېرخان بندر سيمه کې پر ۵۳ کورنيو نغدې پيسې او د سولري برېښنا د توليد دستګاوې ووېشل شوې.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته