امنیت

په کندز کې طالبانو ته د سرزيان اوښتى دى

١٦- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ ځينې برخې تېره شپه د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله والوطالبآنو د بريدونو ډګر و.
يرغلګرو تېره شپه له څو استقامتونوڅخه د افغان ځواکونو پر پوستوبريدونه وکړل او ويل کېږي چې جګړې تر نن سهاره پورې دوام درلود.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د طالبانوله دغو بريدونو وروسته افغان هوايي ځواکونو پر يرغلګرو بريدونه وکړل .
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې دواړو لورو ته د سرزيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
هغه وويل چې د تېرې شپې په جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
په همدې حال کې د طالبانو شتون او د دغې ډلې بريدونه د دې سبب شوى دى چې د امام صاحب په سلګونو کورنى د کندز ښار او يوشمېر نورو ولايتونوته کډه وکړي .
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته