ټولنه

په کندز کې لسګونو بې وزلو کورنيومرستې ترلاسه کړې

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
په کندز ولايت کې د ماشومانو د ساتنې دعمل شبکې (سيپن ) مرستندوي بنسټ په ١١٠کورنيو او يو شمېر بې وزلو ماشومانو نغدې پيسې او ژمني مرستې وويشلې.
د کندز د کار اوټولنيزوچارو رييس مولوي احمد شاه د باختراطلاعاتي اژانس له خبريال سره په خبروکې وويل چې د ماشومانود ساتنې د عمل شبکې يا( سيپن ) دفتر د يونيسف دفتر په مالي مرسته د کندز د کاراو تولنيزو چارو رياست په همغږى په ٥٢ کورنيو،په هرې کورنى ٣٠٠٠ افغانۍ نغدې پيسې وويشلې.
د کندزد کار اوټولنيزوچارو رييس زياته کړه چې د يونيسف دفترپه ٥٨ تنوماشومانود جمپر،خولى، کوښې، جرابونو،دستکشو، پلاستيکي فرشونو او شړۍ په ګډون ژمني بستې وويشلې.
د يادونې وړده چې په کندز کې د ماشومانود ساتنې شبکه يا سيپن له ١٨ کلنۍ څخه ښکته ځوانان چې يتيم ، د ويني د کمښت په ناروغي اخته وي ،اومعلول وي تر خپل پوښښ لاندې نيسي اوهمکاري کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته