امنیت

په کندز کې نږدې درې زره بې ځایه شویو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

– کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د کندز د مهاجرینو چارو ریاست په دغه ولایت کې د جګړو له امله له نږدې ۳۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړه.
د کندز د مهاجرینو چارو رییس غلام سخي رسولي باختر آژانس ته وویل چې د مهاجرینو چارو ریاست د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ پر نږدې درې زره کورنیو چې په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوې وې؛ د پخلنځي وسایل او ژمني توکي ووېشل.
دا په داسې حال کې ده چې دغو کورنیو له دې مخکې هم خوراکي توکي ترلاسه کړي وو.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته