کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
د کندز پوليسو يو تن له يوې اندازې چرسو سره په دغه ولايت کې ونيوه.
د کندز د امنيې قوماندانۍ يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو درې نيم کيلوګرام چرس چې په يوه ريکشا کې د کندز ښار ته لېږدول کېده د کندز ښار د اتمې ناحيې د سه اب د پله په ساحه کې کشف اوضبط کړ.
پوليسود دغو چرسو د لېږدونې په اړوند د ريکشا چلوونکى نيولى دى .
ختم_ج _اکرم