امنیت

په کندز کې ٢٤ بنديان د طالبانو له زندان څخه ازاد شول

– کابل / د سلواغې ٣٠مه /باختر
د کوماندو ځواکونو تېره شپه په کندز کې ٢٤ بنديان د طالبانو له زندان څخه ازاد کړل.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل چې دغه کسان د کندز د اقتاش ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کوماندو د ځانګړې قطعې د ځواکونو په عملياتوکې د طالبانو له زندان څخه ازاد شول .
هغه زياته کړه په دغو کسانو کې د ملي اردو ١٦ تنه منسوبين ، دوه پوليسان ، څلور کوماندو ځواکونه ، د ملي امنيت يومنسوب او يوملکي شامل دي.
د کوماندو ځواکونو دوه شپې مخکې ٤٢ تنه بنديان په بغلان کې د طالبانو له زندان څخه ازاد کړل.
ختم_ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته