فرهنګ

په کندز کې ځوانانو د بيان فن زده کړل

کابل / دکب ١٠مه / باختر
څه د پاسه ٤٠ ځوانانو په کندز کې د بيان فن له زده کړې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د کندز د اطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالشکور قدردان باختراژانس ته وويل چې دغو ځوانانو په کندز ښار کې د رهياب د ژورناليزم په تخصصي مرکز کې د دريو مياشتو لپاره د بيان يا د بيان فن زده کړې کړې دي .
د کندز ولايت سرپرست نجيب الله عمر خيل د فارغانو د تصديق ليکونو د ويشلوپه غونډه کې هغوى يې وهڅول او هېله يې وکړه چې د کورس برخه والو د بيان فن د زده کړې له فرصت څخه ښه استفاده کړې وي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته