روغتیا

په کونړکې د کرونا واکسين د تطبيق بهير پيل شو

– کابل /د کب ٦مه /باختر
په کونړکې د کرونا واکسين د تطبيق بهير نن پيل شو.
په افغانستان کې د کرونا واکسيناسيون اوس د هند له جوړ شوى واکسين سره پيل شوى دى .
هند د کرونا ويروس پنځه سوه زره دوزه واکسين له افغانستان سره مرسته وکړه .
د هېواد جمهوررييس محمد اشرف غني په کابل کې د کرونا واکسين د پيل په مراسموکې وويل چې روغتيايي کارکوونکي او پوځيان به په لومړى ګام کې واکسين شي.
د افغانستان حکومت له هند او څو نورو هېوادونو څخه د ميليونونو دوز واکسين د واردولو لپاره د هلوځلو خبره کوي .
په کونړ کې نن د کرونا د خطرناکې ناروغۍ په وړاندې د روغتيايي کارکوونکو اوپوځيانو د واکسين بهير نن پيل شو .
د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکتر عزيز الرحمن ساپۍ باختراژانس ته وويل چې د کرونا واکسين د ونډې له مخې دوى د روغتيايي کارکوونکو او پوځيانو په واکسينولو اقدام کوي .
هغه هيله څرګنده کړې ده چې افغانستان او کونړ ته د کرونا واکسين دويمه بسته راورسېږي
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دى چې د کرونا له امله لږ تلفات ثبټ کړي دي . که چېرې يواځې روغتيايي کارکوونکي او پوځيان واکسين شي د هغوى د دوه ځلې واکسين کولو لپاره دوه ميليونه دوزه واکسين ته اړتيا شته .
حکومت وايي له روغتيايي کارکوونکواو پوځيانو وروسته به بوډاګان اوپه خطرناکو ناروغيو اخته کسان چې زياتره له خطر سره مخ دي واکسين شي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته