ټولنه

په کونړکې يو پل د جوړولو په حال کې دى

کابل / د وري ١٦مه /باختر
د کونړ په ناړې ولسوالۍ کې د مسير شاه په نامه د يوپله د جوړولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
دغه پل د ٤٢متروپه اوږدوالي او ٥ مترو په سورسره د جوړولو په حال کې دى اوتر دوومياشتو پورې پرانيستل کېږي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه پل په جوړولو سره به خلکوته زياتې اسانتياوې رامنځته شي.
داپه داسې حال کې ده چې د کونړ د ناړې ولسوالۍ خلک عمومي واټ اوښار ته د تګ راتګ لپاره کلونه کلونه کېږي چې اوږدې لارې ووهي اوزياتې پيسې ولګوي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته