روغتیا

په کونړ کې خبریالانو ناروغانو ته پنځه زره سي سي وینه هدیه کړه

اسعد آباد/ د سلواغې ۴مه/ باختر
په کونړ کې د ( خبریال مه وژنئ) تر سرلیک لاندې کمپاین کې لسګونو خبریالانو د تلاسیمیا ناروغانو پنځه زره سي سي وینه هدیه کړه.
تلاسیمیا د وینې د آکسیجن لېږدونکي مالیکول، هېموګلوبین یوه جوړښتي نیمګړتیا ده چې د یوې ارثي ناروغي په بڼه له مور او پلار څخه ماشوم ته انتقالېږي.
ځايي چارواکي وايي چې دا مهال په کونړ کې ۱۳۲ ماشومان د تلاسیمیا له ناروغۍ څخه کړېږي چې د هېوادوالو دغسې همکارۍ به د ژوند په خوندیتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.
په کونړکې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشرفضل واحد افکاري وایي: خبریالان بې پرې دي او په هیڅ چا پورې نه دي تړلي، خو په دې ورستیو کې خبریالانو ته د هېواد د دښمنانو تهدیدونه زیات شوي.
افکاري له دولت او وسله والو طالبانو غواړي چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي.
په ورته وخت کې په کونړ کې د تلاسیمیا د مرکز مسوول ډاکتر نصیر وایي، خبریالانو نه یوازې دا چې د ټولنې رسا غږ یې تر چارواکو رسولی، بلکې په خیریه کارونو کې هم تل مخکښ پاتې شوي دي.
په کونړ کې په داسې حال کې د ( خبریال مه وژنئ) تر سرلیک لاندې د وینې ورکولو کمپاین ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د خبریالانو د ګواښلو او وژلو پېښې زیاتې شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته