ټولنه

په کونړ کې داخلي بې ځایه شویو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د کډوالۍ نړېوال سازمان (IOM) په کونړ کې له ۲۹۴ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
ځايي مسوولین وايي یاده مرسته د کونړ د ناړۍ، غازي آباد او اسمار ولسوالیو کې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ترلاسه کړه.
د کونړ والي محمد عثمان ترابي پر نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم د بشري مرستو رسولو غږ وکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته