اقتصاد

په کونړ کې دوه زره بزګران د غنمو اصلاح شوي تخم او کيمياوي سره ترلاسه کوي

کابل / د لړم ۱۷مه / باختر
په کونړ کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش بهیر پيل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ، د دغه ولايت پر ۲۰۰۰ بزګرانو ۱۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۱۰۰ ټنه يوريا سره او همدارنګه ۱۰۰ ټنه (ډي.اې.پي) سره وېشي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دې دوره کې پر هر بزګر د غنمو ۵۰ کيلو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کيلو يوريا سره او ۵۰ کيلو توره سره وېشل کېږي.
يادې مرستې د دغه ولايت د کرنې د پراختيا او د کروندګرو د ملاتړ په موخه پر مستحقو کسانو وېشل کېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته