امنیت

په کونړ کې د اسلامي امارت دغړو د سپرلۍ پر موټرچاودنه ؛ د کونړد کانونو او پتروليم رييس ټپي شو

کابل / د تلې ٧ مه / باختر:
د کونړد کانونو اوپتروليم رييس د اسلامي امارت له دوو نورو غړو سره په يوه چاودنه کې ټپي شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، يو ماين چې د اسعداباد ښار سړک غاړي ته ځاى پرځاى شوى و نن سهارهغه مهال وچاودېد کله چې د کونړ د کانونو اوپتروليم رييس د سپرلۍ موټر د تېرېدو په حال کې و.
د کونړ د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس له باخترآژانس سره په اړيکه کې دا پېښه تائيد کړه.
هغه وويل: په دې چاودنه کې د اسلامي امارت د کانونو او پتروليم نوى ټاکل شوى رييس له دوو نورو طالبانو سره ټپيان شول.
د کونړ د مرکزي روغتون ډاکترانو د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلى دى.
تراوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دې چاودنې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى، خو مخکې له دې په افغانستان کې داعش ډله د دغه شان بريدونو مسوول بلل شوې دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته