ټولنه

په کونړ کې د برېښنا د یوې شبکې چارې بشپړې شوې

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د کونړ په مرکز اسعد آباد کې د ۹،۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲۴ کیلو واټه لمریزې برېښنا شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ځايي چارواکي وايي چې یاده شبکه د مرکز اسعد آباد په کریاب مېنه کې جوړه شوې چې ۲۰۸ کورنیو ته به برېښنا ورکړي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید د شبکې په پرانېسته کې برېښنا د ولسونو مهمه اړتیا یاده کړه او په یاده برخه کې یې له مرکزي حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته