کابل / د وږي ۲۹ مه / باختر
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې له افغانستان بانک او نوي کابل بانک وروسته عزیزي بانک او د افغانستان اسلامي بانک نن د خلکو پر مخ خلاص شول.
د افغانستان بانک مسوول مولوي حضرت علي منصور وایي چې د خلکو ستونزو ته په کتو یې د خصوصي بانکونو څانګو خلاصولو لپاره هڅې وکړې چې نن دغه ولایت کې د خصوصي بانکونو ټولې څانګې د خلکو پرمخ خلاصې شوې.
هغه وویل: هڅه دا ده چې دغه ولایت کې خصوصي بانکونو ته د بشپړو اسانتیاوو په رامنځته کولو د هېوادوالو بانکي ستونزې اوارې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د بانکونو په خلاصېدو سره لسګونو ښوونکو، مامورینو او عامو خلکو ورځنیو چارو، سوداګرۍ او راکړې ورکړې لپاره له بانک افغانۍ ترلاسه کړې.
ن/ر