امنیت

په کونړ کې د طالبانو یو قومندان له خپلو دوو زامنو سره یوځای وژل شوی دی

– کابل/ د سلواغې ۳۰ مه/ باختر
ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د کونړ د چپې درې ولسوالۍ په سیدور کلي کې د طالبانو قومندان الله نور مشهور په شاهین له دوو زامنو سره یوځای وژلی دی.
د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان وایي چې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله دا کارشوی او له دې وړاندې هم په څوکۍ اوسرکاڼو ولسوالیو کې ورته پېښې شوې دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته