ټولنه

په کونړ کې د لس کیلو متره سړک رغولو چارې پیل شوې

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې ځایي خلکو د شاوخوا لس کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې.
د وټه پور ولسوالۍ د کټار، ګمبیر، دهوز، قلا، قورو، څانګار او نورو کلیو اوسېدونکو په قومي اشر کې یادو کلیو ته د غځیدلي سړک د جوړولو چارې پیل کړې.
د وټه پور اوسېدونکي د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو، کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزارتونو او همکارو موسسو غواړي چې د یاد سړک جوړولو او د دغو سیمو د خلکو لومړنیو اړتیاوو، پاکو اوبو رسولو، کوچنیو سربندونو او ویالو جوړولو کې ورسره مرسته اوهمکاري وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته