امنیت

په کونړ کې د وروستيو چاودنو د عاملينو د پېژندلو او نيولو هڅې

کابل / د تلې٢٣مه / باختر:
په کونړ کې د وروستي بمي چاودنې دعاملينو د پېژندلو او نيولو هڅې پيل شوي دي.
د کونړ امنيتي چارواکي وايي دوى به ډېر ژر د دې تروريستي پېښې عاملين وپېژنې او سزا به ورکړي.
د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې د يوې چاودنې له امله د شيګل ولسوالۍ د پوليسو مسوول ووژل شو او د ٧ ملکيانو په ګډون څه ناڅه ١١ نور ووژل شول.
تراوسه پورې هيچا يا کومي ډلې د دې چاودنې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى خو داعش ډله پخوا په افغانستان کې د ورته بريدونو په ترسره کولو تورن شوې وو.
د کونړ يو امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د چاودنې دعاملينو د پېژندلو او نيولو هڅې پيل شوي دي.
دغه راز د کونړ مرکزي روغتون ډاکترانو د دغې چاودنې د څه ناڅه ٥ تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته