ورزش

په کونړ کې د کرکټ روزنځای جوړ شو

– کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د کونړ په مرکز اسعد آباد کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د کرکټ روزنځای جوړ کړ.
د کونړ مرستیال والي واصف الله واصفي د یاد روزنځي جوړول ګټور وبلل او د کرکټ بورډ له ادارې یې په دغه ولایت کې د کرکټ لوبې د لا پراختیا او غوړېدو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کونړ د کرکټ بورډ مسوول قیام خیام وویل چې په دغه روزنځي کې به د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د ختیځ زون روزونکی عبیدالله کونړی ځوانانو ته روزنه ورکوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته