کابل/ د سلواغې ۳۰ مه/ باختر
د کونړ مرکز اسعد آباد کې ۱۲۸۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو غیر خوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې
ځايي چارواکي وايي چې یادې کورنۍ د جګړو او ناامنیو له امله مرکز اسعد آباد ته راکډه شوې دي.
د کونړ د کډوالو چارو ادارې رییس وايي چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته د پوښاک توکي او ۱۵۳۰۰ نغدې افغانۍ ورکړل شوې.
پای/وصال