ټولنه

په کونړ کې ښځینه سرتېرې وستایل شوې

کابل / د کب ۷ مه / باختر
د کونړ په مرکز اسعد آباد کې فعالو مېرمنو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په پار ښځینه سرتېرې وستایلې.
دوی د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د هر افغان دنده وبلله او د امنیتي ځواکونو د هڅونې او ستاینې په پار یې امنیه قوماندان، ښځینه سرتېرو او افسرانو ته د ګلونو هارونه ور په غاړه کړل.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې ستاینغونډه کې د کونړ د والي مرستیالې برېښنا شېرزۍ وویل چې ښځو د ټولنې مهم قشر په توګه د هېواد په آزادۍ، آبادۍ او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی، قرباني یې ورکړې او لا هم دغه لړۍ دوام لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته