امنیت

په کونړ کې یو لرغونی جومات بیا رغول کېږي

کابل / د وري ۱۷مه / باختر
د څه دپاسه ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ۲۰۰ کلن لرغوني تاریخي جومات د بیا رغولو چارې پيل شوې.
د غه جومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي لګښت په پخوانۍ بڼه رغول کېږي چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو خوندیتوب د دولت مهم لومړیتوب دی او هڅه به وکړي چې په دغه ولایت کې ټول تاریخي او فرهنګي ځایونه بیا ورغوي.
په ورته وخت کې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا وايي چې کونړ د تاریخ، هویت او فرهنګ له پلوه یو بډای ولایت دی چې له دغو تاریخي آبدو څخه یو هم د حضرت غفران بابا جومات دی چې له ۲۰۰ کلونو زیات تاریخي لرغونتیا لري.
فدا زیاته کړه چې د تاریخي او لرغونو آبداتو د ساتلو هڅو په لړ کې د وټه پور ملا صاحب بابا زیارت، د پېچ درې د بارکنډۍ تاریخي جومات او ځینو نورو ابدو تدارکاتي چارې هم بشپړې شوې او ډېر ژر به یې کار پیل شي.

د کونړ د حج او اوقافو رییس بیا د لرغونو تاریخي آثارو او په ځانګړې توګه د جوماتونو رغول د ټولنې په یوموټي کولو کې مهم وبلل او ډاډ یې څرګند کړ چې د جوماتونو او دیني زده کړو مرکزونو د پیاوړتیا په لاره کې به جدي هڅې وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته