خبرونهامنیت

په کونړ کې ۲۱ طالبان ووژل شول

کابل/ د وري ۱۴ مه/ باختر
د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول.
په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا د مطبوعاتي دفتر مسوول شاهدالله وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چپې درې په ګلسلک کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
سرچینه زیاتوي چې نن د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په ګډو بريدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول او یو شمېر نور یې ټپيان شول.
د خبر ځای د څرګندونو له مخې؛جګړه اوس هم دوام لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته