کابل / د تلې ۸ مه / باختر
د کونړ په اتو ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ ۵۰۰ کلیوالي ټولګي او د چټکو زده کړو مرکزونه جوړېږي.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي ملاتړ ۴۰۰ کلیوالي ټولګي او ۱۰۰ د چټکو زده کړو مرکزونه جوړېږي.
د پوهنې رییس محب الله حیدري وايي چې یاد ښوونځي او د چټکو زده کړو مرکزونه د دغه ولایت په وټپور ، ماڼوګي ، چپه دره ، شیګل ، اسمار، شلتن مروره او خاص کونړ ولسوالیو کې جوړېږي چې په جوړېدو سره به یې ۱۵ زرو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د کونړ والي محمد عثمان ترابي پوهنه د هېوادونو او ټولنو د پر مختګونو اساس یاد کړ او یادونه یې وکړه چې اسلامي امارت به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې افغان ځوان نسل ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ماشوم ساتنې نړېوالې ادارې له دې وړاندې د کونړ په نرنګ، څوکۍ، نورګل او خاص کونړ ولسوالیو کې ۱۰۰ ټولګي فعال کړي دي.
ن/ر