خبرونهټولنه

په کوټ ولسوالۍ کې يو سړک جوړ شو

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
يوکانکرېټي سړک د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې جوړ شو.
دغه سړک يوزرو ۱۰۰ متره اوږدوالی اوڅلور متره سور لري او د کوټ ولسوالۍ لسګونه کلي له عمومي سړک سره نښلولی دى.
د ننګرهار د کليو د بيارغاوني او پرمختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه سړک د خلکو په غوښتنه جوړ شوى دى.
د کوټ خلک د دغه سړک د جوړولو له امله خوشحاله دي او وايي چې دغه سړک به د دوى د سوکالۍ او اقتصادي ودې سبب شي.
د غه سړک له جوړولو مخکې د کوټ ولسوالۍ زرګونو خلکو د ښار بازارونو او روغتونونو ته د خپلو زراعتي محصولاتو او د ناروغانو د لېږدونې لپاره زياتې ستونزې لرلې.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته