امنیتTOP

په یو دېرشو ولايتونو کې شپني ګرځبنديز ولګول شو

کابل / د زمري٢مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هېواد په ٣١ ولايتونو کې د شپې له خوا پر ګرځېدو راګرځېدو بنديز لګول شوى دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کورنيو چارو وزارت ویلي دي چې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو د مخنيوي په خاطر، په ٣١ ولايتونو کې د شپې له خوا پر ګرځېدو راګرځېدو بنديز لګول شوی دی. خو د یاد وزارت د وياند مرستيال احمد ضيا ضيا وويل چې کابل، ننګرهار او پنجشېر په دغه ګرځبندیز کې شامل نه دي.
ويل کېږي دغه ګرځبنديز د شپې په ۱۰ بجو پيلېږي او د سهار په ۴ بجو پاى ته رسېږي او په دې موده کې خلکو ته د ګرځېدو راګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته