امنیت

پوليسو يو ډار اچونکى ونيوه

کابل باختر د ليندي څلورمه
دکندز ولايت پوليسو نن يو ډار اچونکى ونيوه .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرور حسيني باخترآژانس ته وويل چې دغه سړي په انسان تښتونو، تروريستي بريدونو او وژنوکې لاس درلود چې په کندزښار کې د خان آباد بندر په ساحه کې د پوليسوله خوا ونيول شو. 
خبرځاى زياته کړه چې له نيول شوي سړي څخه يوکرولا موټر، يوه روسي مکروف تومانچه، درې موبايل ټيلفونونه، ولچک او څو سيمکارتونه چې د هغوله لارې دتښتول شويو کسانو له کورنيو سره اړيکې نيول شوې دي؛ هم ترلاسه شوي دي .
حسيني زياته کړه چې دغه سړي له څه مودې راپديخوادپوليسو تر څارنې لاندې و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته