کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر
د لوګر د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ماښام په دغه ولايت کې په چاوديدونکوتوکو بار د يوموټر د چاودنې مخه ونيوله .
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختراژانس خبريال ته وويل چې د دغې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې منسوبينو د لوګر په مرکز پورې اړوند د پورک په امنيتي پوسته کې يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي چې په يو کرولا موټرکې ځآى پرځاى شوي و ، کشف اوضبط کړل .
احمدزي وويل د دغې قضيې په اړوند د موټر چلوونکى نيول شوى دى .
ختم_ج _اکرم