خبرونهامنیت

پوځيان : د هرات – لښکرګاه عمومي سړک چې طالبانو ويجاړ کړى و ، ترميم کړ

٣٣- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
افغان ځواکونو د هغه سړک د ترميمولو لپاره مټي رانغاړلي چې د وسله والوطالبانو له خوا د هېواد په جنوب لويديځ کې په بمونو ويجاړ کړې و.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ وسله والوطالبانو په وروستيو ورځوکې د نيمروز د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات – لښکرګاه د لويې لارې ځينې برخې په بمونوسره ويجاړ کړ چې د ترافيکو بهير يې له ستونزو سره مخ کړې و.
پوحيانو دغه لويه لاره د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه کړه او د هغه د ترميمولو لپاره يې مټي راونغاړلې.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو يوجکپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې پوځيانو په خپلو وسايلو سره د دغه سړک ويجاړې شوې برخې ترميم کړي دي.
هغه وويل د هرات – لښکرګاه په لويه لاره کې تګ راتګ په عادي ډول له سره پيل شوى دى .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته