ټولنه

ځوانانو پوځيانوته د ګلانو په ورکولو سره له هغوى څخه مننه وکړه

– کابل / دکب ١٠مه / باختر
د ننګرهار د اطلاعاتواوفرهنګ رياست په يو اقدام کې له پوځيانو څخه د مننې په خاطر يوکمپاين ترسره کړ.
دغه کمپاين پرون دامنيتي او دفاعي ځواکونود نمانځنې په ورځ د ننګرهار په جلال اباد ښاراويوشمېر ولسواليوکې د ځوانانو له خوا ترسره شو.
دغه کمپاين د ننګرهار ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو چارو د امريت له خوا ترسره شوۍ و.
د ننګرهار د اطلاعاتواوفرهنګ رياست يومسوول باختراژانس ته وويل پوځيان په سرښندنې سره د افغانستان له ځمکنى بشپړتيا،ملي واکمنۍ اود خلکو ساتنه اودفاع کوي او د مننې او درناوي وړ دي .
په دغه کمپاين کې په لسګونو ځوانان ښار او يوشمېرولسواليوته لاړل او هر چېرته يې چې پوځيان ولېدل هغوى ته يې ګلان ورکړل او هغوى يې په غيږ کې ونيول.
په افغانستان کې د امنيتي اودفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په دې وروستيو وختوکې د ډار اچوونکو بريدونو په زياتوالي سره دهېواد د پوځيانود تلفاتوشمېر زيات شوى دى .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته