روغتیا

څلورتنه د کرونا له امله مړه شول

٤٩- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت نن په هېواد کې د کرونا ويروس د ٧٨مثبتو پېښو د ثبتولواو د کرونا له امله د ٤ تنو د مړينې خبرورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په افغانستان کې د کرونا د نويو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٥٤٧٥٠ تنوته رسېدلى دى . دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا له امله د ٤ تنو په مړينې سره په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ٢٣٩٠ تنو ته رسېدلى دى اود روغو شويوکسانوشمېر ٤٧٩٩٦ تنوته رسېدلى دى .
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په افغانستان کې د کرونا ويروس دويمه څپه د کمښت په حال کې ده .
د کرونا ناروغى په وړاندې د ځان د ساتنې لپاره په دوامدار ډول په اوبو اوصابون د لاسونو د پريمنځل رعايتول دي . په دې کار سره ښايي چې د کرونا ويروس ستاسو په لاسونو کې وي له منځه ځي.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته