کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۳۴وسله وال طالبان له افغان پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول.
د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه طالبان د هسکې مېنې په تړلي کنډو او دیواني سیمو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي او یو وسله وال طالب ژوندی نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په خدرخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د تراب په نامه د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون درې نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاى \ ذ