کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
پوليسو نن يوه څلور کسيزه ډله وسله وال غله د کابل له قره باغ څخه ونيول.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل: نيول شوي کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سيموکې په وسله والو غلاو، وژنو او ټپي کولو لاس پورې کول او د پوليسو تر تعقيب لاندې و.
دغه ډله تېره شپه د کابل ښار له پنځلسمې ناحيې څخه د يوکرولا ډوله موټر غلا کړې و چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې ونيول شوه.
له دغوکسانو څخه يو غلا کړى شوي موټر او دوه تومانچې د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ختم-ج-اکرم