امنیت

څلورويشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

٣٨- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
څلورويشت وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو جګړوکې ووژل شول اول١٠ نور طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې هوايي او ځمکنيو ځواکونو د چورې او د دهراود د ولسواليو په ځينوسيمواوترينکوټ ښار ته څېرمه د وسله والوطالبانو پر غونډو او کاروانونو بريدونه وکړل .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ يوشمېر وسله وال طالبان تېره شپه د ډار اچوونکوبريدونو په طرحه کولوبوخت و او يوشمېر نور دغو بريدونوته چمتوکېدل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو جګړو کې ٢٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور طالبان ټپيان شول.او دهغوى ٣ پټنځي او څوموټرسايکلونه ويجاړ کړى شول .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې ؛ افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتولارو څخه د ٢٢ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومخه ونيوله .
د دغوماينونود ښخولوپه اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم – ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته