امنیت

څلورویشت طالبان په زابل کې ووژل شول

۴۴- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کېږي چې پرون وسله والو طالبانو په شاه جوى او ارغنداب ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر سنګرونو بریدونه وکړل.
د زابل د دویمې پلي لوا قوماندان سيدمنصور بابا وايي چې په عملیاتو کې ۲۴ وسله وال طالبان ووژل شول او لا هم عملیات دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته