امنیت

څلورویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په قندهار کې ٢٤ وسله وال طالبان د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول او ١٠ نور یې طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د قندهار په ډنډ، ارغنداب، ميوند او نېش ولسواليو کې هغه وخت ونښتې چې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو او د سپرلۍ پر کاروانونو بریدونه وکړل.
د دښمن له بريدونو وروسته د هېواد هوايي ځواکونه د ځمکنيو ځواکونو مرستې ته ور ودانګل او پر وسله والو طالبانو يې بريدونه وکړل.
د قندهار امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړو کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٠ نور یې ټپيان شوي دي.
پوليسو وويل چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل او موټرسايکلونه د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
دوه وسله وال طالبان په قندهار کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغو طالبانو نن سهار غوښتل د ارغنداب ولسوالۍ پر سړک ماين ښخ کړي چې ماين وچاودېد.
دغه راز پوځيان وايي چې د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه نيولې ده.
پاى\ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته