خبرونهامنیت

څلورڅلوېښت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

په قندهار کې ۴۴ وسله وال طالبان د پوځيانو په نويو بريدونو کې ووژل شول.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه وسله وال طالبان چې تېره شپه د دغه ولايت په پنجوايي، خاکرېز، ارغنداب او سپين بولدک ولسواليو کې راټول شوي وو او غوښتل يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د بريدونو تيارى ونيسي؛ پوځيانو دهغو استخباراتي اطلاعاتو له مخې چې مخکې يې لرل، له هوا او ځمکې پرې بريدونه وکړل.                                                                                               د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره          ويلي دي چې په يادو بريدونو کې ٤٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور یې ټپيان شوي دي.

دغې قول اردو تائيد کړه چې په وژل شويو طالبانو کې د دغې ډلې شپږ پاکستاني قوماندانان او لس جګړه ماران هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبرله مخې:

پوځيانو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د٣٠ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.

تراوسه د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته