امنیت

څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
څلور تنه په ننګرهارکې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول .
دغه کسان تېره شپه په دوو جلا جلا پېښوکې له سره رود ولسوالۍ او د جلال اباد ښار څخه ونيول شول.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له دغوکسانو څخه ٣٥ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو غوښتل دغه نشه يي توکي د جلال اباد- تورخم په لويه لاره کې د مارګوبازار ته ولېږدوي.
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته