امنیت

د ۲۰۳تندرقول اردو ته نوی قوماندان وروپیژندل شو

ګردیز باختر د وږي د میاشتې ۸ مه
د نويوټاکنواوبدلونونو په لړکې د پکتیا  پخوانی د ۲۰۳تندر قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالواسیع میلاد پرځای تورنجنرال الحاج شعورګل پښتون د دغه ولایت دتندر قول اردو استازو ته دیو لړ مراسمو په ترڅ کې وروپیژندل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د۲۰۳تندرقول اردو د درستيزوال بریدجنرال عتیق الله تره خیل د پخواني قوماندان دتېرو۴ میاشتو په کړنو او لاسته راوړنو رڼا واچوله او ټاکنې اوبدلونونه يې په دولت کې یو اصل وباله.
په همدې مهال د پکتیا والي شمیم خان کټوازي نوي ګومارل شوي قوماندان ته د هر ډول همکاری ډاډ ورکړ او په ورسپارل شوې دنده کې يې ورته د برياليتوبونو هیله وکړه.
دپکتیا د۲۰۳تندر قول اردو پخوانى قوماندان بريد جنرال عبدالواسیع میلاد پخپلو خبرو کې دپکتیا ولایت مقام ،ولسونو او نورو امنيتي ارګانونو له مسئوولينو څخه مننه وکړه چې له ده سره يې په څلورو میاشتو کې په هراړخیز ډول دسیمې په امنیت او د دښمن د دسیسو په شنډولو کې پوره همکاري کړې ده.
میلاد زیاته کړه چې د خلکو ښه  همکاري او همغږي د دې لامل شوه چې زه اوس دلوړ مقام له پاره وړ وبلل شوم.
نوي قوماندان تورنجنرال شعورګل پښتون هم د خپلې وينا په ترڅ کې د پکتیا مېشتو ولسونو ته ډاډ ورکړ چې په خپل وس او قدرت سره به دامنیت په ټینګښت کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته