خبرونهامنیت

څلور تنه په غزني کې ونيول شول

کابل / د مرغومي ١١مه / باختر
د غزني پوليسو د دغه ولايت له مرکز او جاغورۍ ولسوالۍ څخه څلور تنه نيولي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو یاد کسان د غزني په مرکز او د جاغورۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيولي دي.
هغه زياته کړه چې دوه نيول شوي کسان په جاغورۍ ولسوالۍ کې د يوې ښځې د وهلو ډبولو او وژنې په شک نيول شوي دي.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته