امنیت

څلور داعشیان په ننګرهار کې ونیول شول

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
په ننګرهار کې په دوو عملیاتو کې د داعش ډلې څلور غړي ونیول شول.
دغه داعشیان تېره شپه په سره رود ولسوالۍ، تورخم بندر او جلال آباد ښار کې په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نیول شوي داعشیان په ماین ښخولو، هدفي وژنو، د ځوانانو جلب او جذب او هم د داعش ډلې په ګټه تبلیغ کې لاس لري.
له نیول شویو کسانو څو جنګي وسایل او هغه سندونه چې په داعش ډله کې د دوی غړیتوب ښیي؛ ترلاسه شوي دي
په دغو وروستیو کې په ننګرهار کې پر داعشیانو بریدونه زیات شوي دي، داسې بریدونه چې په پایله کې یې لسګونه داعشیان وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته