امنیت

څلور ديرش طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د غویي2٠مه / باختر
څلور ديرش وسله وال طالبان په جوزجان کې پرون مازيګر په دوو هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل؛ په هغو دوو هوايي بريدونو کې چې د جوزجان د منګجک ولسوالۍ په مرکز او نورو سيمو کې ترسره شول د وسله والو طالبانو ٣٤ غړي ووژل شول او د هغوي يوشمېر جنګي وسايل له منځه يووړل شول.
په وژل شويو کسانو کې د کندز لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان طلحه په ګډون څو نور جګپوړي غړي ووژل شول. پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته