امنیت

څلور طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان پرون په بدخشان کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د٢١٧ پامير قول اردو يو خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکر چې پر يوشمېر وسله والو طالبانو د بدخشان د ارغنج خواه ولسوالۍ د اوران شهر بالا په ساحه کې هوايي بريد وشو چې په پايله کې يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په پېښه کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى وسلې هم له منځه يوړل شوې.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته