امنیت

څلور طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان کې د هېواد د هوايي قواوو په بریدونو کې ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې باختر آژانس ته وویل چې دغو وسله والو طالبانو په پلخمري ښار پورې اړوند سره غاښي ساحه او بغلان – سمنګانو لویه لاره کې راټول شوي وو او غوښتل یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پوځيانو د وسله والو طالبانو د غونډې پر سیمو هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې څلور طالبان ووژل شول او اته نور یې ټپیان شول. په دغو بریدونو کې ملکیانو او پوځيانو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته